د کاپسیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یونیسف دفتر له پلاوي سره وکتل
د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د یونسیف دفتر د واش مسؤل ښاغلي انجنیر عیسی روحاني سره وکتل.
په یاده ناسته کې، په کاپيسا ولایت کې د اوبو رسولو شبکو د پروژو په چمتو کولو، د ځمکې لاندې اوبو په احیا کولو او کاریزونو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د یونسیف دفتر د واش مسؤل په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې سره اړینې همکاري ترسره کړي.
