د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د افغانستان سټنډرډ نورم ملي اداره له مسؤلینو سره وکتل
د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د خپل کار په دفتر کې د افغانستان سټنډرډ نورم ملي ادارې له مسؤلینو سره وکتل او د وسایطو ، ماشینرۍ او د تسخین وسایلو دنورم د تثبیتولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
ښاغلي خروش د یادې ادارې له مسؤلینو سره د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو سره سم د نورم د تثبیتولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
