د کاپيسا ولایت په فرعي سیندیزه حوزه کې د ۱۴۰۱ مالي کال د لومړي ربعې د کړنو د ارزونې په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۳:۱۳
1

دا ناسته، د کاپیسا ولایت د فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغه ناسته کې، د یادې سیندیزې فرعي حوزې ټولو اړوندو مسؤلینو د خپلو درې میاشتني کړنو راپورونه د یادې فرعي سیندیزې حوزې د رئيس په شتون کې وړاندې کړل.

د کاپيسا فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د مسؤلینو دکاري راپور تر څېړلو وروسته، په هیواد کې د اوبو د مدیریت د اهمیت په هکله خبرې وکړې او د اړوندو  مسؤلینو څخه یې و غوښتل، چې د اوبو سرچینو د کمیدلو پر طرحې، د وچکالۍ د کړکیچ د مدیریت او د اوبو سرچینو ارقامو د راټولولو باندې خپل کارونه چټک کړي او خپل کاري راپور ژر تر ژره د کابل عمومي سیندیزې حوزې او د وزارت له مقام سره شریک کړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې، په تګاب ولسوالي کې د پنځه وروستیو سروې شویو پروژو ( یو کانال- دوه کاریزه- دوه کوچني ذخیروي بندونو) په هکله خبرې وشوي او ټینګار وشو چې د ریاست تخنیکي ټیم ژر تر ژره پروژې سروې کړې او خپل کاري راپور دې مرکز ته ولیږې.

په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د عالي مقام  د هدایت سره سم، د امیرالمومنین حفظ الله د عالي مقام هدایات چې ۱۴ مادې پکې شاملې دي، کارکوونکو ته ولوستل شوه او ټولو کارکوونکو د یادو مادو د عملي کولو لپاره خپله ژمنتیا وښوده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu