د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې، کرنې او اقتصاد ریاستونو رئيسانو د افغانستان لپاره د ناروي کمیټې له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۱:۷
1

یاده ناسته د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس ښاغلي مولوي روح الله روحاني او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه او په کاپیسا ولایت کې د کرنیزو ودانیو د جوړولو او بیا رغونې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دې ناسته کې، ښاغلي خروش د اوبو سرچینو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پلان شویو کړنو، د پروژو د سروې لپاره د ساحو ټاکنه او د یادو ریاستونو ترمنځ د همغږیو په هکله خپل اندونه بیان کړل.

 د ناستې په پای کې پریکړه و شوه، چې د اړوندو ریاستونو څخه یو ګډ څارنیز ټیم جوړ شي، ترڅو په کاپیسا ولایت کې په دوامداره توګه د ناروي کمیټې د پروژو له چارو څخه څارنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۷
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي پلاوي د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

شاهي کانال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵
Background image

د لوګر  ولایت د خروار ذخیروي بند او د کهشان سربند د ساتنې او مراقبت پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي د هغه ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند او په څرخ ولسوالي کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۵:۸
Background image

خوست ولایت کې د ۹ سټاف ګیچونو د نصب په موخه سروې ترسره شوه

د کابل عمومي حوزوي ریاست او د خوست د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیمونو د خوست ولایت په اسماعیل خېلو، ګربزو، تڼي او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ۹ سټاف ګیچونو د نصب په موخه سروې ترسره کړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu