د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د UNDP دفتر د مرکزي زون له مسئول سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۵:۱۸
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش د UNDP دفتر د مرکزي زون له مسئول انجنیر عصمت الله روحاني سره وکتل او په دغه لیدنه کې انجنیر ادریس عزیزی په کاپیسا ولایت کې د UNDP دفتر د مسئول په توګه معرفي شو او په کاپیسا ولایت کې د نوموړي دفتر د راتلونکو برنامو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د UNDP دفتر به په 2024 زیږدیز کال کې په کاپیسا ولایت کې د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې او د اقتصاد ریاست په همغږي سره څوارلس(14) پروژې په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu