د کاپیسا ولایت د باغدرې بند له محور څخه لیدنه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۳۴
1

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت د باغدرې بند له محور څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي خروش د کوه صافي له مرستیال ولسوال محترم قاري محمد جمشید سره وکتل او د دوو  پایو مخابراتي آنتنونو د نصبولو د اړتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د ام.سي.سي- جي.سي. ال شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د باغدرې بند د جیوفزیک او جیو تخنیک د مطالعاتو امکان سنجي ترسره کوي، چې له هوکړه‌لیک سره سم د اوبو او انرژي وزارت، د کاپيسا ولایت او د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست په دې برخه کې له نوموړي شرکت سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu