د کاپیسا ولایت د نجراب سیند د ټینګښت پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه
 
              د نجراب سیند د ټينګښت پروژه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالي په جورغل کلي کې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو، د نوموړې ولسوالي د مرستیال محترم مولوي مقدس احمدي او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوه.
د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او مثمرې او نا مثمرې ونې د سیلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.
په ورته مهال، د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د شوخي کلي د هایدرولوژي سيټشن د ترمیم او بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
