د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو په اړه د ملي راډیو ټلویزیون سره د همغږۍ لیدنه،
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو د خبري پوښښ په اړه د ملي راډیو ټلویزیون همکارانو سره وکتل او د پروګرام د لا غوره پوښښ په موخه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې وروستیو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کمال خان د کوړولو چارې بشپړې شوې او د افغانستان جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني لخوا به په ملي کچه د دغه بند د پرانیستې لپاره جشن نیول کیږي.
د یادونې وړ ده چې په راتلوونکو څو ورځو کې به د ملي ټلویزیون لخوا او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې سره په همغږۍ د کمال خان بند په اړه یوه ټلویزیوني مناظره راوبلل شي، چې د کمال خان بند په ګډون به د هېواد د اوبو مدیریت په اړه به هېوادوالو ته معلومات وړاندې شي او د دوئ پوښتنو ته به ځوابونه ورکړل شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
