د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو کې د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي مشر انجنیر خان محمد تکل د وینا بشپړ متن
د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني، د جمهوری ریاست د عالي مقام لومړی مرستیال جناب صالح صاحب، د جمهوری ریاست د عالي مقام دوهم مرستیال جناب دانش صاحب، د کابینې محترمو غړو، د نیمروز ولایت والي، د ولس درنو استازو، د ولایتي شورا وکیل صاحبانو، علماو، مشرانو، ځوانانو، د مدني ټولنو استازو، قهرمان امنیتي ځواکونو او د کمال خان بند قهرمانو انجنیرانو او مسؤلینو او د دغې تاریخې غونډې ټولو ګډونوالو السلام علیکم ورحمت الله و برکاتو له تاسو ټولو څخه د زړه له تله مننه کوم چې په ننني د ویاړ او غرور ډک پروګرام کې مو ګډون وکړ، لومړی تاسو ټولو ته د کمال خان بند د بشپړېدو مبارکي وایم.
دغه ستر ویاړ مو مبارک سه
اجازه راکړئ چې خپلی خبری درته د جلالتماب ریس صاحب جمهور د ویاړ او غرور نه ډکی جملی باندی پیل کړم؛
اوبه زمونږ ابروده. دی د ویاړ نه ډکی جملی په اساس دا پر مونږټولو افغانونو فرض ده ترڅو دا ابرو (اوبه) وساتو او غوره مدیریت یی ترسره کړو او د اوبو ساتنه د هر هيواد وال دنده ده تر څو خپل مسئوليت د هېواد په آبادي او ښکلا کې اداء کړئ.
اجازه راکړئ چې د کمال خان بند په اړه لنډ معلومات درکړم؛
کمال خان بند چې؛ د تاریخ په مختلفو پړاونو کې پرې کار پيل شوی خو د ستونزو او د وخت تاړاکونو له امله یې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي.
په وروستي ځل یې چارې د هېواد جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف په هدایت او ځانګړې پاملرنې سره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا پيل شوې؛ چې دسونو کالو وروسته دا دی نن بشپړ او د افغانانو لویه هیله پوره شوه.
څرنګه چې د اوبو غوره مديريت، کنترول او ساتنه د سيلابونو اغېزې کموي په همدې اساس د افغانستان دولت د کمال خان د کنټرولي او تنظیمونکي بند د پاتي کارونو د بشپړلو لپاره لاس په کار شو
د کمال خان بند د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د اخيري لسیزي له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کيږي چی د ۱۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت په دری فازو کی بشپړ شو چی ۵۲ میلیون مترمکعبه د اوبوذخیره به ولری او د کاله به ۲۷۸۸میلیون مترمکعب اوبه تنظیم او د نيمروز او ټول هيواد په سطحه د کرهڼي په برخه کي او همدارنګه په نورو ټولنيزو برخو کي به د مثبتو تغيراتو شاهدان اوسو.
د کمال خان بند په تکمیل سره به پنځولویو جوړیدونکو کانالونو ته لکه؛
1- ترکو او قلعه افضل کانال چې ۴۹۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي،
2- قلعه فتح کانال چې ۳۸۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي،
3- شیراباد او امیران کانال چې ۶۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي،
4- سیخ سار کانال ۴۲۶۳۷ هکتاره ځمکه خړوبه کوي او اوبه برابري کړي.
په ټوله کی به کمال خان بند د نيمروز په ولايت کې ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او زرنج ښاره ته به د چښاک پاکی اوبه او ۹ میګاواټه برق تولید او ۶۹۶ زره نفره به په مستقيم او غير مستقيم ډول له ياد بند څخه ګټه تر لاسه کړي.
د اقليم تغير او پرلپسې وچکالي، د نفوسو زیاتوالی په نړيواله کچه په يوه لويه اقتصادي او اجتماعي ننګونه بدل شوي دي. د اوبو په مهارولو، غوره مديريت، او د اوبو د ضايعاتو په مخنيوی سره کولای شو ترقي او پايداره پراختيا را منځ ته کړو او پخپل ځان بسيا شو.
زموږ هېواد د هلمند له سيند څخه چې د هيواد ملي شتمني ده، له همدې شتمني څخه کولای شو چي په ترقي،ثبات، ثابته پراختيا او د سيمي د ښکلا په برخه کي استفاده وکړو.
د بندونو اقتصادي او ټولنيز ارزښت د سيمي او هېواد لپاره ځانګړې ځای لري، په خاص ډول د کمال خان بند چي ګټه اخيستني ته سپارل کيږي، د دې تر څنګ د اوبو لګولو او اوبو رسولو شبکو تنظيم له کمال خان بند څخه د نيمروز ولايت خلکو ته زموږ په لومړيتوبونو کي قرار لري.
دا چی دی اخیرو کلونو کی د هلمند نړيوالې معاهدې ټولې مادې سل فیصده تطبیق سي د جلالتماب جمهور رئیس په خاصه توجو ټولې ستونزې سل فیصده د افغانستان د حکومت له خوا حل سویدي. او دا په تیرو ۴۸ کلونو کې د هلمند د معاهدې د تطبیق لپاره بې ساری پرمختګ دی.
د افغانستان دولت د نړیوالو قوانینو او شته معاهدې په نظر کې نیولو سره د خپلو اوبو مهار او مدیریت ته ژمن دی، چې په دې برخه کې هيڅ ګاونډی هېواد بايد وېره ونلري.
افغانستان د اوبو د سرچينو او سټراتيژيک موقعيت په لحاظ ځانګړی ارزښت لري، چي دا ځانګړی موقعيت زموږ لپاره تازه د کار فرصتونه رامنځ ته کوي. تر څو په ځان بسيا واوسو.
که چيرته د اوبو سرچينې په منظمه او سیستماتيکه توګه مديريت شي د ګران هيواد د اوسېدونکو لپاره به د وصل او يووالي يوه نقطه وي؛ خو تاسو ته ډاډ درکوم چې په دغه برخه کې د ګړندي ګامونو اخیستلو هوډ موجود دی او په عمل کې ثابت شوي.
همدارنګه د اوبو د مدیریت د سقوط دوره د جلالتماب جمهور ریس په ځانګړی توجو له منځه تللی ده او دی اخیرو کی د انکشاف ملي شرکت په ایجاد او د دې طریق د اوبو مدیریت به یو بې ساری او تاریخي پایلې ولري.
خوشحاله یم چې د اوبو مدیریت په برخه کې را سره د یوې پياوړې ارادې ولسمشر يو ځای دی او ملاتړ مې کوي.
زما په ټول ماموریت کې د جلالتمآب ولسمشر یوه خبره ډيره سترګو ته کیږي او همدا مې هڅوي چې د خپل ټيم سره د هېواد د اوبو مهار او مدیریت په برخه کې ډير کار وکړم او ستړیاوې وګالو.
هغه دا ده چې یوه ورځ راته ولسمشر په خندا کې وویل ( له ما څخه مو د اوبو پروژو مدیر جوړ کړي.)
د درانه ولسمشر دې خبرې راته دوه پيغامه راکړل:
لومړی دا چې فکر کوم او خوشحالېږم چې د نور ټيم تر څنګ مې د هېواد با انرژي، با ارادي او پياوړی ولسمشر تر شاه ولاړ دی او په دغه برخه کې هر ډول مرسته او ملاتړ مې کوي؛ په دې خبره ډير خوشحاليږم او انرژي اخلم او له محبوب ولسمشر څخه مننه کوم چې د هېواد په سختو شرایطو کې یې د اوبو مدیریت د خپلو کارونو په لومړیتوب کې نیولی.
دویم پيغام ته زورېږم کله کله فکر کوم چې ولسمشر سره د دومره لویو لویو مسؤلیتونو او جنجالونو چې ور تر غاړې دي؛ د اوبو مدیریت په برخه کې زموږ ډيرو کوچنیو ستونزو ته رسیدګي کوي؛ په ځان فشار راولي او همیشه دا موضوع لکه د هېواد امنیت او بهرنی سیاست تعقیبوي او ټينګار کوي چې د لویو بندونو جوړولو او د اوبو مهارولو ته پاملرنه او چارې یې چټکې شي؛ پر ځای د دې چې دا کارونه باید د ادارو اوسنیو او تېرو مسؤلینو کولی.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په استازولۍ د هېواد جلالتمآب ولسمشر او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د اوبو ټولې لوې پروژې به په خپل وخت او ښه کیفیت تر سره کیږي او د هېواد لوې بندونه به يو په بل پسې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
دا چې په تېرو څو کلونو کې په دغه برخه کې څومره کار شوی په لنډ ډول یې ستاسو حضور ته وړاندې کوم.
۱- د اوبو د یومنظمی د هایدرولوژیکی او میترولوجیکی نظارتي شبکو جوړول چی د منطقی په کچه یی ساری نشته.
۲- په پنځه حوزو کې د ۳۵ خودکار سټېشنونه او ۳۰ کیبلي سټېشنونو او ۱ د یخچالونو نظارتي اسټېشن لګول.
۳- د شاوخوا (۱۷۲) تحقیقاتي څاګانو جوړول.
۴- اوسمهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې په ۱۲ لویو بندونو( کجکي، کمال خان، شاه و عروس، پاشدان، شورابک، بخش آباد، مچلغو، دهنه دره، خان آباد۲، توری، پلتوني، شفلوغ، سراب...) کار روان چې د هغو له جملې څخه یې دا دی کمال خان بشپړ، شاه او عروس او شورابک به هم ډېر ژر بشپړ سي.
* د ۴۴ نورو بندونو د سروې، ډيزان او ساختمان چارې به دمتوازن انکشاف په نظر کی نیولو سره په ۲۷ ولایتونو کی راتلوونکي کال پیل سي.
* همدارنګه د اسټرالیاي فورټسکیو کمپنۍ سره مو خبرې روانې چې له مخې به یې د هېواد په لویو بندونو د هغوئ لخوا د خصوصی سرمایه ګزاری له لاری کار پيل کیږي؛ په دغه برخه کې يوه تفاهم نامه لاسلیک شوې او کوښښ کو چې ورسر نتیجې ته ورسیږو.
*د یادونې وړ ده چې د ۱۲ بندونو په بشپړېدو سره به ۵۵۰،۶۵۳.۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه سي او ۲۰۱.۷۰ مېګاواټه بريښنا به تولیدوي.
همدارنګه د اوبو مدیریت او مهارولو په برخه کې په سلګونو مختلف ډوله پروژو کار روان دی چې په زرګونه افغانانو ته د کار زمینه مساعده شوې دی.
په اخر کې دومره وایم چې د جلالتمآب ولسمشر په امر او د ده تر رهبرۍ لاندې به د افغانستان اوبه مهار کیږي او په راتلوونکي کې به د هېواد اوبه د ګاونډيانو د تیلو په ارزښت نورو ته ورکول کیږي.
په اخر کې خپلې پردې لاندې شعر سره رالنډوم چې:
دلته دومره اوبه نشته چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه غرونه واورې، دلته واورې واورې غرونه
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي جمهوریت
