د کمال خان ساتونکو ته دې بریا مبارک وي.

MEW-Media
جمعه ۱۴۰۰/۱/۶ - ۱۲:۵۴
584

کرېکټ هغه لوبه ده چې تل یې افغانانو ته په سختو حالاتو کې خوښۍ ور بښلې او د کرېکټ اتلانو هېواد ته ویاړونه راوړي.

نن د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ، د کمال خان د جوړونکو او کمال خان ساتونکو تر منځ لوبه ترسره چې د کمال خان ساتونکو د لوبې بریا خپله کړه.

دغه سیالۍ د کمال خان بند د بشپړېدو په ویاړ په لاره اچول شوې وه، چې په پای لوبه کې یې د چارو د ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د ملي رادیو تلویزیون لوی رئيس اسماعیل میاخیل او ګن شمیر نورو هم ګډون کړی و.

د لوبې په وروستیو کې ښاغلي تکل د کمال خان ساتونکو لوبډلمشر ګلبدین نایب ته ایوارډ ورکړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه د کرېکټ بورډ له رهبرۍ او د کرېکټ اتلانو څخه د زړه له تله مننه کوي چې د کمال خان په خوښيو کې یې ونډه واخیستله او هېوادوالو ته یې لا نوره خوښي ور په برخه کړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu