د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي عمومي کانال د پروژې پاکاري د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۱
1

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي عمومي کانال د پروژې پاکاري د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړه او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د ډې ای آی دفتر رئيس محترم محمد داوود امین زي او د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د نوموړې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په غوڼده کې د نوموړې موسسې څخه د مننې ترڅنګ له نورو همکارو موسسو څخه یې هم و غوښتل چې په کندز ولایت کې دې ته ورته ټول ګټې پروژې پلي کړي.

همدغه راز، د نوموړې موسسې تخنیکي مسؤل په دغه غونډه کې وویل چې په یاده پروژه کې د 58400 متر مکعب په اندازه رسوبات چې ضخامت یې شاوخوا ۸۰ ساتني متره ته رسیږي، پاکاري شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی کانال ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا ۱۳۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي، چې د ډې ای آی دفتر په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې ترڅارنې لاندې د ۲۵ ورځو په موده کې د شاوخوا ۷ کیلو متره په اندزاه پاکاري یې ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu