د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالي کې د اوبو میرانو د ټاکل کېدو پروسه بشپړه شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳
1

د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالي کې د دوو کانالونو د اوبو میران د یادو کانالونو د کروندګرو له لوري د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د قلعه زال ولسوالي سرپرست مولوي عبدالله عبیده، د استخباراتو او امر باالمعروف او نهی عن المنکر استازو او د نوموړي ولسوالي د ګڼ شمیر اوسیدونکو په شتون کې وټاکل شول، چې د یادو کانالونو د اوبو میرانو په ټاکل کېدو سره په نوموړي ولسوالي کې د اوبو میرانو د ټاکل کېدو پروسه بشپړه شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کندز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې پربنسټ، د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې ترڅارنې لاندې د رڼې پروسې له لارې د اوبو میران ټاکل کیږي، چې تر دې مهاله د یاد ولایت په شپږو ولسوالیو کې نوموړې پروسه بشپړه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu