د کنټرول او کیفیت ریاست، د داخلي تفتش ریاست او حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.
د کنټرول او کیفیت ریاست، د داخلي تفتش ریاست او حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.
د کنټرول او کیفیت ریاست، د داخلي تفتش ریاست او د حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ کال د لومړیو ربعې د دریو میاشتو راپور د یوې رسمي جلسې په ترڅ کې چې مشري یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کوله د دغئ ادارې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو په شتون کې وړاندې کړ.
د دغه دواړو ریاستونو او حقوقي مشاوریت لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د یادو ریاستونو د یوې ربعې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپورونو د بررسي پر وخت د دغه دواړو ریاستونو او حقوقي مشاوریت په چوکاټ کې د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته په کتو په اړونده ریاستونو او امریتونو کې د چارو غوره ترسراوي په موخه لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې د دغې ادارې ټول عمومي ریاستونو، دویمه درجه ریاستونو او حقوقي مشاوریت د پلان مطابق د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې د فعالیتونو راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام، رئيسانو او مشاورینو حضور ته وړاندې کړ.
اداره ملی تنظیم امور آب
