د کنټرول او کیفیت ریاست، د کورني تفتیش ریاست او حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د دوهمې ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۹:۴۲
999

د کنټرول او کیفیت ریاست، د کورني تفتیش ریاست او حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د دوهمې ربعې راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

د کنټرول او کیفیت ریاست، د داخلي تفتش ریاست او د حقوقي مشاوریت لخوا د ۱۴۰۰ کال د لومړیو ربعې د دریو میاشتو راپور د یوې رسمي جلسې په ترڅ کې چې مشري یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري کوله د دغې ادارې د پنج آمو سیند په سالون کې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو په شتون کې وړاندې کړ.

د دغه دواړو ریاستونو او حقوقي مشاوریت لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د یادو ریاستونو د یوې ربعې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستيال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د دغه راپورونو د بررسي پر وخت د دغه دواړو ریاستونو او حقوقي مشاوریت په چوکاټ کې د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته په کتو په اړونده ریاستونو او امریتونو کې د چارو غوره ترسراوي په موخه لازم هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د دغې ادارې ټول عمومي ریاستونو، دویمه درجه ریاستونو او حقوقي مشاوریت د پلان مطابق د ۱۴۰۰ مالي کال د دویمې ربعې د فعالیتونو راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام، رئيسانو او مشاورینو حضور ته وړاندې کړ.

اداره ملی تنظیم امور آب

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu