د کنړ ولایت د سالار کانال ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ شو
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د کنړ ولایت د سالار کانال د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې، میرابانو او د خلکو له استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د سالارکانال د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې، میرابانو او د خلکو استازو د نوموړي کانال اړوند ستونزې د کنړ سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې کړې او دغو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه وکړه.
د نوموړې حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې، میرابانو او د خلکو استازو ته د دغه کانال ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.