د یوه بلاروسي شرکت مسؤلینو د انرژي له معین سره په لیدنه کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو هم ګډون درلود، د یوه بلاروسي شرکت له مسؤلینو سره د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د  اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل، لېواله دي چې د ګاز، ډبرو سکرو، باد او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

په ورته مهال، د انرژي محترم معین په افغانستان کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او هغوی ته یې د دغه وزارت له لوري د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu