د یوه چینایي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په کنړ ولایت کې د برېښنا د تولید په دریو سترو بندونو باندې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۹

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د یوه چینایي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په کنړ ولایت کې د دریو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکت مسؤلینو په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه يې وکړه، چې د کنړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان ان تر دې کولای شي چې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د دغه وزارت د همکاري په برخه کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو لپاره ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې غوره ده چې عملي چارې دې ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu