د ۱۲ اړوندو ادارو ترمنځ فراه ولایت ته د وارداتي برېښنا د سروې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۲۶
1

دغه ناسته د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا برهان الدین مینوال، د سروې د ټیم مسؤل محترم انجنیر روح الله صافي او ورسره مل پلاوي په ګډون د فراه رود په سیندیزه فرعي حوزه کې ترسره شوه.

د دغې ناستې په پيل کې، د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس د ناستې د کاري اجنډا په هکله خبرې وکړې او د دغې ناستې له ټولو ګډونوالو څخه و غوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د هایدرولوژیکي سټیشنونو د وړتیا، د سب سټیشنونو د ځای(موقعیت) او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د اړوندو ادارو ترمنځ پر همکاري او همغږي باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu