د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې طرحې څرنګوالی وارزول شو

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۸:۲
11

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې طرحې څرنګوالی وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن په جلا غونډو کې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې طرحې د څرنګوالي او یو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو د برنامو په اړه بحث وشو.

په دغو غونډو کې د نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو تر څنګ د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې مسوولینو د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د تخصیص او د هغې په چوکاټ کې د خپلو برنامو په اړه خپل راپورونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.

همداراز په دې غونډو کې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د طرحې، بودجوي پلانونو، د سپما د اغېز لوړولو، د پایلو پر بنسټ د بودجې د لګښت اغېزمنتیا، خلکو ته د خدمت رسولو په موخه د بودجې د سم لګښت او د بودجې د معقولیت د مسلې په اړه چې ټاکل شوې ملي شورا ته وړاندې شي، بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني د یادو وزارتونو او ادارو مسوولینو د راپورونو له اورېدو وروسته دوی ته د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د موخو په اړه چې د تایید په موخه به ملي شورا ته وړاندې شي، لازمې لارښوونې وکړې چې په رڼا کې یې اړوند وزارتونه او ادارې لا زیات کار وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پياوړتیا او اغېزمن مدیریت باندې ټینګار وکړ

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د آمو سیند څنډو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

بیرته تګ

User account menu