د 1403هـ ل کال په زمري میاشت کې د کنګل شوو( یخچالي) جهیلونو د سېلاب د واقع کېدو وړاندوینه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۶:۲۹
1

📡🌐 د معتبرو نړیوالو هوا پېژندنې ادارو (Climate Reanalyze and WMO) د وړاندوینې پر بنسټ په نړیواله کچه په 2024 م کال د اوړي په میاشت کې د تودوخي درجې لوړېدل بې ساري دي چې نړۍ او زموږ هېواد افغانستان هم ورسره مخ دی.

🎡 له همدې کبله د تودوخي درجې د لوړېدو له امله د هېواد په ځينو ولایتونو (بغلان، پروان، پنجشیر، تخار، نورستان او بدخشان) کې چې د سمندر له سطحې څخه تر 4000 متره پورته له (4000ـ4500) لوړوالي پورې موقعیت لري، احتمال شته چې ځینې یخچالونه په چټکۍ سره وېلې او د جهیلونو اوبه یې زیاتې شي. په پایله کې ګمان کېږي چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د ځینو جهیلونو د ماتېدو لامل شي او احتمال لري چې د (تاله و برفک، خنجان، اندراب، سیاه گرد، شنواري، سالنگ، شتول، بازارک، دره هزاره، خنج، پریان، برگ متال، زیباک، اشکاشم، شغنان، کف آب، درواز ها او شاکي)) ولسوالي د زمري په میاشت کې د  سېلابو نو له خطر سره مخ شي.

👮👥 د ذکر شوو سیمو له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه کوو چې له موضوع څخه ځان خبر کړي او د سېلاب د واقع کېدو په وخت کې د ښکته(لاندینۍ) سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي تر څو د رامنځته کېدونکو تاوانونو د کمېدو لامل شي.

يادونه: د سېلاب د احتمالی راوتلو تر خطر لاندې سیمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu