د IRDP د بیارغونې او پراختیا پروژې د رهبرۍ کمېټې ناسته وشوه.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۹:۱
۲۲

د IRDP پروژې مالي هوکړه لیک ته په کتو چې د مالیې وزارت او نړیوال بانک لخوا لاسلیک شوی، د IRDP د بیارغونې او پراختیا پروژې د رهبرۍ کمېټه باید په هرو شپږو میاشتو کې يو ځل د غوره همغږۍ او په لوړه کچه د پروژې څارنې په موخه ناسته کوي، د پروژو په چوکاټ کې د اوبو سرچینو مدیریت لارښود وړاندې کول، د پروژو د تطبیق بیا کتنه، د کاري پلان تائيد، د M & E برخې راپورونه او د ستونزو د حل لپاره د نظرونو تبادله او لارښونې.

دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ په حضوري او انلاین بڼه جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، د نړیوال بانک استازي انجنیر میر احمد، په افغانستان کې د FAO استازي راجندرا اریال، د مالیې وزارت استازي ظهیرالدین خروټي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازي محمد اسحق، د برنامو د انسجام رئيس نجیب احمد شیرزاد، د IRDP پروژې مدیر محمد ګل حمیدي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر نورو رئيسانو ګډون درلود.

د ناستې په پيل کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په افغانستان کې د IRDP پروژې په موخو او لاسته راوړنو لازم معلومات وړاندې کړل او د IRDP له مسؤلینو او همکارانو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت په برخه کې دغو پروژو يوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه، هغه د دغه ډول پروژو د مالي لګښت په موخه د نړیوال بانک استازو څخه د مرستو غوښتنه وکړه، په د خبرو په پای کې یې د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې FAO او اړونده ادارو څخه مننه وکړه.

په پای کې د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ د افغانستان د کرنې لوړتیا او د اوبو مدیریت په برخه کې دغه پروژه ګټوره یاده کړه.

د برنامو د همغږۍ ریاست سرپرست انجنیر نجیب احمد شیرزاد د دغه پروژې لاسته راوړنې له پيل څخه تر پای پورې د یو يو پرزنټېشن له لارې وړاندې کړې او ټينګار یې وکړ چې د دغه پروژې مخته وړلو په غوره کې د نړیوال بانک همغږۍ، ملاتړ او مرستې کلیدي رول لره.

همدارنګه د نړیوال بانک استازي انجنیر میر احمد د IRDP پروژې مسؤلینو او برخه اخیستونکو څخه د مننې تر څنګ د پروژې د ارزونې څانګې د نظرونو بشپړولو باندې ټينګار وکړ.

په دوام یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان د دفتر رئيس راجندرا اریال د غربت کمولو او غذايي خوندیتوب په برخه کې د IRDP پروژې په رول خبرې وکړې او د دغه پروژې لاسته راوړنې یې اړینې او د قدر وړ یادې کړې.

د IRDP پروژو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د زیربناي پروژو له ډلې څخه ده چې د ۲۰۱۱ کال د اپرېل میاشت کې پيل او د ۲۰۱۶ کال کې اضافي مالي ملاتړ تر ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر میاشتې پورې د اوبو لګولو خدماتو ته د لاسرسي ښه کولو او د اوبو سرچینو مدیریت ظرفیت لوړولو په موخه وه غزول شوه.

د پروژې تول ټال بودیجه 219.7 میلیونه ډالر چې د هغې له جملې څخه ۹۷.۸ میلیونهد IDA بودیجه، ۱۱۸.۴ میلیونه او پاتې ۳.۵ میلیونه د افغانستان دولت بودیجې ARTF څخه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu