زابل ولایت کې د توری بند د جوړولو کارونه پیل شول.

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۴:۲۸
22

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د زابل ولایت، مرکز قلات د نوخیز کلي کې د توری بند پروژې چارې پيل شوې.

توری بند چې په څلور کیلومټري کې د قلات ښار سره موقعیت لري په جوړېدو سره به یې د زابل ښار ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې شي چې اوسمهال پکې د اوبو سطحه ښکته تللې؛ دغه بند به د موسمي سیلابونو مخه ونیسي؛ توری بند به ۸۷۰ هکټاره ځمکه خړوبوي؛ 1,8 میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي او د زابل ولایت په اقتصاد او کرهڼه کې خورا ګټور ثابت شي.

توری بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې، ډيزان شوی چې د افغانستان دولت په مالي لګښت چې تر 92 میلیونو افغانیو څخه زیاتې کیږي چارې پيل او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د زابل ولایت دغه بند کاسه په 150 جریبه ساحه کې قرار لري؛ توری بند 74 متره اوږدوالی؛ 15 متره لوړوالی او 54 متره پلن والی لري.

د یادونې وړ ده چې دغه بند، نن د زابل ولایت ولایتي مسؤلینو په شتون کې د زابل ولایت سیندیزې حوزې رئیس ښاغلی انجنیر ناصرشاه وزیري لخوا چې د یاد ولایت علماو، قومی مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو، د رسنیو محترمو استازو ګډون درلود چارې پيل او په ټاکلې نېټه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu