سمنګان ولایت کې درې چکډمونه د څه باندې اووه میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
![1](/sites/default/files/2024-07/1_1.jpg)
سمنګان ولایت کې د اسپ ، زیګولک او د خوش محلې چکډمونه د اووه میلیونه پنځه سوه او څلوروېشت زره افغانیو په ارزښت د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل او تاشقرغان ولسوال محترم مولوي شمس الرحمن په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د نوموړو چکډمونو چارې دوې میاشتې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پيل شوې وي او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه پياوړي او د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.