غزني ولایت کې د زردالو ذخیروي او اوبولګولو بند تخنیکي سروې پیل شوه
د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري چوپړونو او اوبو تاسیساتو عمومي ریاست د سروې او ډیزاین ریاست تخنیکي ټیم د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زردالو ذخیروي او اوبولګولو بند تخنیکي سروې د غزني د والي محترم حافظ محمد امین عمري، د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد شفیق منصور عمر او قومي مشرانو په شتون کې پیل کړه.
د نوموړي بند په جوړېدو سره به ۶۰ میلیون متره مکعب اوبه ذخیره او په زرګونو هکتاره ځمکه خړوبه شي.
