غزني ولایت کې د سردې بند د حفظ او مراقبتي پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۲۴
1

د غزني ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د سردې بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه په داسې حال کې څارنه وکړه، چې د غزني تخنیکي پوهنتون د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې ۲۲  تنه زده کړیالانو د عملي زده کړو د زده کولو په موخه یې ملتیا کوله.

د نوموړې حوزې د مسؤلینو له لوري د نوموړي پوهنتون زده کړیالانو ته د کانکریټو ساحوي سلمپ آزمایښت، د کانکریټو داخلي تودوخې آزمایښت او د فشار د آزمایښت لپاره د سلنډرونو د ډکولو طریقو په برخو کې عملي زده کړې ورکړل شوې.

د یادونې وړده، چې د نوموړې پروژې د حفظ او مراقبتي چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu