غزني ولایت کې د سیاه ګل ذخیروي بند سروې ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۴
1

د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د غزني ولایت د مرکز اړوند قلاتي سیمې کې د سیاه ګل ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپېریالي او توپوګرافي سروې ترسره کړه.

د نوموړي بند په جوړېدو سره به د قلاتي سیمې، امیر محمد خان کلا، غیب قلندر، توحید آباد او پښتون آباد کلي  د سیلابونو له ګواښ څخه  وژغورل شي او همدارنګه به د پنځه کلیو کاریزونه په مستقیم ډول تغذیه او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا لامل هم شي.

له بلې خوا، د غزني ولایت د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې او د دغه ولایت د کرنې او مالداري ریاست د مسؤلینو ترمنځ د ژورو څاګانو د کېندلو د مخنیوي په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې  پرېکړه وشوه، چې د غزني ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ژورو څاګانو د کېندلو په موخه باید د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست څخه اجازه لیک تر لاسه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu