غزني ولایت کې د پنه چکډم پروژه به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
غزني ولایت کې د پنه چکډم پروژې ودانیزې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړې چکډم ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی به هم وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.