غزني ولایت کې د ګرګ کشتي چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د غزني ولایت په ناهور ولسوالي کې د ګرګ کشتي ذخیروي بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړی بند د 44.71 متره په اوږدوالي او د7 متره په لوړوالي سره جوړ شوی، چې 5800 متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
د دغه چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت مالي لګښت د غزني د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
همدغه راز، د دغه چکډم ګټې ته په سپارلو سره به د چاپيریال په ښکلا کې مثبته اغېزه ولري.