غور ولایت کې د اهلیتې چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۳۰
1

د غور ولایت په مرغاب ولسوالي کې د اهلیتې چکډم پروژه د دوه میلیونه، نهه سوه، څلور شپېته زره، شپږ سوه او نوې (2964690) افغانیو په ارزښت د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست د استازو او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او ځایي اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو په غونډه کې د هغې پلي کول د سیلابونو کنټرول او د ګواښونو د کموالي، د موسمي اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا او په کرنیزو چارو کې ورڅخه ګټه اخیستنه وبلله او پر حفظ او مراقبت باندې یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اهلیتې چکډم پروژه د غور ولایت په کچه د هغو ۱۲ چکډمونو پروژو له ډلې څخه ده،چې په مرغاب ولسوالي کې د یوه کورني شرکت له لوري د غور د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوي او پکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم چمتو شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu