غور ولایت کې د چکډمونو دوه پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۸
1

د غور ولایت په دولت یار او سرجنګل ولسوالیو کې د کشکر او سیاه سنګ جوقول چکډمونو پروژې د 7 میلیونه، 62 زره او 142 افغانیو په ارزښت د غور د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د غور ولایت مقام د استازي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ښاغلي اماني د نوموړو چکډمونو پروژو ګټې ته د سپارلو په غونډه کې د اوبو د ارزښت په هکله خبرې کړې او زیاته یې کړه، چې اوبه ملي پانګه او الهي امانت دی چې باید ورڅخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي.

د نوموړو چکډمونو چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، د  4000 متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د پلي کولو موخه یې د سیلابونو کنټرول او د ګواښونو کمول، د موسمي اوبو راټولول او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه ده.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او څه باندې زر کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu