فاریاب ولایت کې د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي په موخه نوې کړنلاره جوړه شوه

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د یو شمېر موټر وینځلو ځایونو له مسؤلینو سره وکتل او د موټر وینځلو ځایونو لپاره د نوې کړنلارې د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د موټر وینځلو ځایونو مسؤلینو د نوې کړنلارې د پلي کولو په برخه کې ژمنه وکړه.