فراه ولایت کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو له پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو له پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
