لغمان ولایت کې د تره کي سیمې د اوبو ذخیروي بند لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د لغمان ولایت مرکز اړوند د تره کي سیمې د اوبو ذخیروي بند لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.
نوموړی ذخیروي بند د ۲۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې په جوړېدو سره به یې سل جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.