لغمان ولایت کې د ښکار ځای سیمې ۸۷ سیمه ایزو چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالي اړوند د سالاب درې ښکار ځای سیمې ۸۷ سیمه ایزو چکډمونو د جوړېدو چارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي په شتون کې پيل شوې.
دغه پروژې د باران اوبو د ذخیره کولو او سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په موخه د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي او د یولسو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لغمان ولایت د مرکز اړوند کرنج درې سیمې ۱۰۶ چکډمونه د اف، جې، اې موسسې په مالي لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همکاري د باران اوبو د ذخیره کولو او د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په موخه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
