لغمان ولایت کې د کیل کانال د سربند سروې ترسره شوه
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هدایت پر بنسټ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالي د فراشغان درې په نیل خان کلي کې د کیل کانال د سربند سروې ترسره کړه.
د نوموړي سربند په جوړېدو سره به د یاد کلي د خلکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره او د سلګونو هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه چمتو شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې حوزې مسؤلینو تېره ورځ د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالي کې د تنګي ذخیروي او برېښنا بند لومړنۍ سروې هم ترسره کړې وه.
