لغمان ولایت کې د ۱۹ پروژو چارې د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۲۶
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي د وکیل خان بڼ وړې ګلي سیمې د اوبو دوو ذخیرو، پایپ سکیم او د دغې ولسوالي په ګل غونډۍ سیمه کې د اوبو د ۱۷ ذخیرو، پایپ سکیم، لمریزې برېښنا شبکې رغنیزې چارې د ۴۹ میلیونه، ۲۸۸ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت روانې دي.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د نوموړو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د کیفیت د ښه‌والي او د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به ۹۶۰ متره مکعب اوبه زېرمه، ۱۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۱۷۱۰ کورنیو ته دڅښاک اوبه برابرې شي.

د دغو پروژو چارې د ډبلیو. ایف. پې په مالي لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu