له عوفي بهرام شرکت سره د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو تړون لاسلیک شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۳:۱۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت په تره خېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه په وړتیا د لمريزې برېښنا د تولید د پروژې د پلي کولو تړون د عوفي بهرام د کانونو را ایستلو او پروسس سوداګریز شرکت له مسؤل سره لاسلیک کړ.

د دغه قرارداد پر بنسټ د عوفي بهرام شرکت په پانګونې سره به د نوموړې پروژې د چارو پلي کول ډېر ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت او د عوفي بهرام  د کانونو را ایستلو او پروسس شرکت ترمنځ په دغه پروژه کې د پانګونې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوی و، چې دغه تړون هم د هغه هوکړه لیک موخو ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۶:۱۳
Background image

با رئیس شرکت امارتی نفت و گاز ولایت هرات در مورد حفر چاه‌های جذبی در صحن آن ریاست گفت‌وگو صورت گرفت

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هرات ولایت د امارتي نفت او ګازو شرکت له رئيس محترم سید حفیظ الله عاصم سره وکتل او د هغه ریاست په انګړ کې د حذبي څاګانو د کېندلو او میټر د نصب په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

پروان ولایت کې د اوبو د مدیریت په هکله د همغږي او مشورتي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري تر مشري لاندې د هغه ریاست د مسؤلینو، د اوبو ټولنو د غړو او د پروان ولایت او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان ( اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

د اوبو او انرژي وزرات د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه نوي له چاپه راوتلې ده.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت. . .

بیرته تګ

User account menu