لوګر ولایت کې د التمور سیمې اوسیدونکو ترمنځ د اوبو شخړه هواره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۳۰
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز اړوند د التمور سیمې د خلکو تر منځ د اوبو شخړه هواره کړه، د یادې سیمې د کانال د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنه یې جوړه کړه او د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنې غړو ته یې د اوبو بې ځایه مصرف د مخنیوي، د کانال د حریم د ساتنې او د اوبو د عادلانه وېش په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او د یاد کانال کرنیز معلومات او د اوبو ارقام یې هم راټول کړل.

همدارنګه، د اوبو او انرژي د سپما په هکله هم د لوګر ولایت مرکز اړوند په ځینو سیمو، ديني مدرسو او مسجدونو کې اسټيکرونه نصب شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ایران هېواد کې د "برېښنا صنعت" ترسرلیک لاندې  ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

بیرته تګ

User account menu