لوګر ولایت کې د حسن کانال او لشکر خېلو سیفون د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۷:۳۲
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا اسماعیل آخندزاده د دغه ریاست د تخنیکي سلاکار په ملتیا د لوګر ولایت د حسن کانال او لشکر خېلو سیفون د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د کیفیت او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال او سیفون د بیارغونې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu