لوګر ولایت کې د دریو پروژې چارې د نږدې دوه سوه زره آمریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۵
۱

لوګر ولایت کې د حسن کانال د ټينګښت، د لشکرخېلو کلي سیفون او د مغل‌خېلو کانال د پروژو چارې د ۱۹۸ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او د لوګر والي محترم قاري صلاح الدین ایوبي، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي او د سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړې پروژې ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۸ زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

د نوموړو پروژو چارې د یو، این، ایف، اي، او موسسې په مالي ملاتړ د لوګر د اوبو او نرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu