لوګر ولایت کې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۲۷
1

د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي محترم شیخ ضیا الرحمن مدني، سیمه ایزو مسؤلینو د وزارت د یو شمېر رئيسانو او د سیمې دګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه مراسمو کې د سرخاب بند ارزښت د محمد آغې ولسوالي د خلکو لپاره حیاتي و باله او د دغه بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړېدل یو ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مسؤلین د هېواد د آبادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او په دغه درې کلونو کې يې د هېواد د آبادۍ او پراختیا په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

په ورته مهال، د لوګر والي د دغو پروژو پلي کول د کرنې د پراختیا او د خلکو د اقتصاد په برخه کې اغېزناک وبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د هغوی د ساتنې په برخه کې همکار و اوسي.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئيسانو او د لوګر ولایت سیمه ایزو مسؤلینو د پروژو د کیفیت او ارزښت په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو د مدیریت په برخه کې  د دغو پروژو پلي کول یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلي شوې ده.

دغه بند د ۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۹زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

همدارنګه، نوموړي دوه چکډمونه د پنځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې د استنادي دېوالونو دوه پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۹ هـ.ل

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د عزیزخان‌کڅ او زیړانیو استنادي دېوالونو پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل

د بغلان ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي اړوند د چوتقه‌سای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.

یاد چکډیم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

بیرته تګ

User account menu