لوګر ولایت کې د یوه سربند جوړولو پروژې چارې د 143000 زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Logar

د لوګر ولایت په څرخ  ولسوالي کې د کهشان سربند جوړولو پروژې چارې د 143000 زره امریکایي ډالرو په لګښت د لوګر ولایت مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده،  د رياست تخنيکي سلاکار انجينر فضل الرحمن عمرزي، انجینرانو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړې پروژې چارې د یو، ان، اېف، اې، او مؤسسې په مالي لګښت د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رياست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادولو وړ ده چې د نوموړې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او سلګونو ځایي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي. . .

بیرته تګ

User account menu