مشرانو جرګې د یو پر ځان بسیا افغانستان لپاره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې وستايلې.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۳:۴۳
۷۷

د افغانستان ملي شورا د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل د دغې ادارې یو شمېر مسایلو په اړه د وضاحت ورکولو په موخه خپل حضور ته بللی وو، ښاغلي تکل د یاد کمېسیون رئيس او غړو ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ چې په پایله کې د یاد کمېسیون رئيس ښاغلي زلمي زابلي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون رئيس ښاغلي زلمي زابلي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل ته په اشارې وویل، دا چې ستاسو کړنې افغانستان شموله او پر ځان بسیا هېواد لپاره دي؛ مشرانو جرګه مو د غوره فعالیتونو قدرداني کوي او د الله تعالی له در بار څخه درته د لا ډير خدمت هیله کوي.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې د مشرانو جرګې له مشرتابه او د شکایتونو کمېسیون له رئيس او غړو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په هېواد کې د اوبو مهار او متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، هغه وویل دغه اداره به هېڅکله د ولس باور زیانمن نه کړي؛ خپلې چارې به په ښه کیفیت، پر وخت او د هېواد سرلوړۍ لپاره تر سره کوي.

د یادونې وړ ده چې وخت نا وخت د مشرانو جرګې په ګډون یو شمېر نورو مهمو دولتي او غیر دولتي ارګانونو لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د دغې ادارې د مسؤلینو فعالیتونه ستايلي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې لوې بندونه، کانالونه، کاریزونه، چکډم، جذبي څاګانې، ګبیوني او استنادي دېوالونه او نورې پروژې تر لاسه لاندې لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu