میدان وردګو ولایت کې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د قره قل کوچني بند د جوړېدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۳۲
1

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالي کې د 7.3 میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو د بنسټ ډبره د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم، د یادي ولسوالي ولسوال او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې کیښودل شوه.

یاد بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یوه داخلي شرکت له لوري د 7 مترو په لوړوالي او 84 مترو په اوږدوالي سره جوړیږي، چې د شاوخوا 70000 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.

د یادوني وړ ده، چې تیر کال د میدان وردګو ولایت په پنځو ولسوالیو کې د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې او سږکال درې نور کوچني بندونه په مرکز بهسودو، لومړۍ حصه بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې جوړیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu