میدان وردګ ولایت کې د درې استنادي دېوالونو او دوو کانالونو د پروژو چارې د سل زره ډالرو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۹:۱۵
1

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي په کریم دادو او صد مردې سیمو کې د درې استنادي دېوالونو د۱۷۰متره په اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي او د دوو کانالونو  چارې د سل زره ډالرو په ارزښت د میدان ښار د سیندیزې حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم، د میدان وردګ ولایت د دفتر د رئيس محترم مفتي ضابط حارث او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

ښاغلي حلیم د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره په میدان وردګ ولایت کې لسګونه پروژې پلي شوې او د یو شمېر نورو پروژو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړو پروژو چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu