میدان وردګ ولایت کې د سفید بید بند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د میدان وردګ سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او ورسر مل ټیم د میدان وردګ ولایت د لومړۍ حصې بهسود ولسوالي کې د سفید بید بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو دغوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړی بند د میدان وردګ سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د خلکو په مالي لګښت جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې یو نیم میلیون متر مکعب اوبه ذخیره شي.