میدان وردګ ولایت کې یو چکډم د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستتنې ته وسپارل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۷:۲۶
1

 د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالي په دوراني کلي د یوه چکډم پروژې چارې د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د میدان وردګ ولایت د والي محترم قاري بختیار معاذ، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس د نوموړي چکډم ګټې ته د سپارلو په غونډه کې وویل چې تېر کال د اسلامي امارت د رهبري له لوري د میدان وردګ ولایت په هرې ولسوالي کې د یوه چکډم د پروژې پلي کول په پام کې نیول شوی وو او دغه یې وروستي چکډم دی، چې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

په ورته مهال، د میدان وردګ والي هم د دغه چکډم ګټې ته د سپارلو په غونډه کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت کومې ژمنې چې له ملت سره د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کړې وي، ژمن دی.

دغه چکډم د ۵۶ متره په اوږدوالي او ۸ متره لوړوالي سره د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu