ننګرهار ولایت کې د سیند د حریم د تثبیت او تصفیې ګډ پلاوي د یاد ولایت له ښاروال سره وکتل
ننګرهار ولایت کې د سیند د حریم د تثبیت او تصفیې ګډ پلاوي د سیند حریم چې د دولتي ادارو او اشخاصو له خوا غصب شوی د ننګرهار سیندیزې حوزې ته د بېرته سپارلو په موخه د یاد ولایت له ښاروال سره بحث او د نظر تبادله وکړه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د ننګرهار ولایت د کرنې او برېښنا ریاستونو له رئيسانو سره په یوه لیدنه کې د سیند د حریم د پلان په هکله هر اړخیز معلومات شریک کړل.
