ننګرهار ولایت کې شپږ پروژې د څه باندې ۱۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۳۵
1

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د اوبو لګولو شپږ پروژې د څه باندې ۱۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سید احمد بنوري او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انژي سرپرست وزیر وویل، چې دغه وزارت د ټول هېواد په سطحه د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید لپاره متوازنې برنامې لري، چې له مخې یې په ختیځ زون او ننګرهار ولایت کې د اوبو کمښت ستونزو د حل په موخه د اوبو رسولو، بندونو جوړولو او دې ته ورته پروژو د پلي کولو پلان لري چې په مناسب وخت او د بودجې له ترلاسه کولو سره سم به پرې عملي کار پیل شي.
په دغو پروژو کې د نوموړې ولسوالي په روغانو، قطرغې او میرجې کلیو کې د ۳۳ مترو په اوږدوالي او یو متر لوړوالي د اوبو یو سربند، د ۷۳۵ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو پلنوالي د اوبو کانال، د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي د کاریز پاکاري او ترمیم، ۲۴ چکډمونه، سلګونه متره استنادي دیوالونه او د اوبو وړې ذخیرې شاملي دي.
د نوموړو پروژو چارې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د اې، ایي، ډي موسسې په تخنیکي همکاري او د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو پروژو د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د کوټ ولسوالي په بالا کوټ سیمه کې د اوبو له یوې زیرمې څخه چې کابو ۸۳ زره متره مکعب اوبه ذخیره کوي، هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu