ننګرهار کې دکار مقابل کى دغنمو توزيع پروګرام شروع شو
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند سراج العمارت بڼ کې دکار مقابل کى غنمو وېش رسمأ پيل شوه او د زراعت اومالدارۍ رئيس او د جلال اباد ښاروال د دي پروگرام په اړه خبرې وکړي. غونده کى دبیلابیلو ادارو مسؤلینو لکه د ننګرهار سينديزې حوزې رئیس الحاج سيد فضل احد هاشمي دزراعت اومالدارۍ رئیس دجلال اباد ښاروال دکليو او پراختيا ريس دشهدا اومعلولینو رياست نماينده ګډون کړى وو.
